د نيپال صدراعظم پراچاندا يو ځل بيا له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه
CMG2023/03/21 11:14:21
شريکول:

د نيپال ولسي جرګې د مارچ په ۲۰مې نېټې يو ځل بیا د دغه هېواد صدراعظم پراچاندا ته د باور رايه ورکړې ده.

دا په روان کال کې د نيپال د ولسي جرګې دویم ځل دی، چې نوموړي ته یې د باور او نه باور رایې صندوقونه اېښودلي وو.

د نيپال د ولسي جرګې۲۶۲ غړي په همدې ورځ تالار کې حاضر او نوموړي ته يې د باور او نه باور رايې ورکړي دي.

د نيپال د ولسي جرګې مشر ديورج غيميري د رايې اچولو پايله کې اعلان وکړ، چې پراچاندا ۱۷۲ مثبتې رايې خپلې کړي او د جرګې باور يې ترلاسه کړی دی.

د روان کال په فبرورۍ کې د نيپال د قومونو او ډيموکرات ګوند او د نيپال کمونېست ګوند د پراچاندا په مشرۍ له ائتلافي حکومت څخه ووتل.

 د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې،  په داسې حالاتو کې، صدراعظم باید په يوې مياشتې کې د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.