چين: اړوندې خواوې دې بې له شرطه سوډان سره مرستې اعاده کړي
CMG2023/03/21 10:58:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين پلاوي لنډ مهاله شارژدافير دای بينګ د مارچ په ۲۰مې نېټې د امنيت شورا په يوې غونډې کې پر ځينو هيوادونو او نړيوالو پولي سازمانونو غږ کړی، چې سمدلاسه بې له شرطه له سوډان سره اقتصادي مرستې اعاده کړي او پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو لپاره عملي هڅې وکړي.

دای بينګ ويلي، چې په سوډان کې اقتصادي او بشري حالت د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د سوډان ۱/۳ نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالو مرستو کمښت يې د چارو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

دای بينګ پر نړيوالې ټولنې او نړيوالو پولي سازمانونو غږ کړی، چې له سوډان سره سمدستي او بې قيده او شرطه اقتصادي مرستې وکړي. د نوموړي په وينا، ځیني هیوادونه د بشري مرستو لپاره سیاسي شرایط وړاندې کوي او مرستې د سوډان سیاسي پروسې پورې نښلوي، چې دا نه یوازې د سوډان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، بلکې د دې هيواد د خلکو اساسي بشري حقونه هم له پامه غورځوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې په سوډان کې د ملګرو ملتونو لنډ مهاله مرستندويه پلاوی به د دغه هېواد د خلکو د واقعي ستونزو د کمولو لپاره د نړيوالو مرستو د راټولولو په پار پوره هڅې وکړي.