چين ميډيا ګروپ د روسيې له ملي راډيو تلويزين سره د تاريخي ويډيوګانو کارولو په برخه کې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې
CMG2023/03/21 21:41:30
شريکول:

له روسيې څخه د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ د ليدنې پر مهال، چين ميډيا ګروپ او د روسيې ملي راډيو تلويزيون (VGTRK) پر ځايي وخت د مارچ په ۲۱مه نېټه په مسکو کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ، چې له مخې به يې د تاريخي ويډيوګانو د استعمال په برخه کې يو له بل سره همکارۍ وکړي.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د روسيې د ملي راډيو تلويزيون مشر دوبرودييف د دغه يادښت د لاسليک په مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

د روسيې د ملي راډيو تلويزيون په دغو مراسمو کې چين ميډيا ګروپ ته يوه اندازه ارزښتناکې ويډيوګانې ډالۍ کړې، چې په دې وروستيو کې يې پيدا کړې دي. په دغه ويډيوګانو له جاپاني تېري ګرو سره د چينايانو د سختې مبارزې تاريخي معلومات ثبت شوي دي.

شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې تاريخ تر ټولو ښه تدريسي کتاب دی. تاريخ خلکو ته د پرمختګ د مناسب لوري لارښوونه ورکولی شي. چين ميډيا ګروپ ګڼ شمېر تاريخي ويډيوګانې او معلومات هم لري او غواړي، چې دواړه خواوې د سرچينو د شريکولو له لارې په ګډه او ښه توګه تاريخي ويډيوګانې او معلومات استعمال کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو متقابل تفاهم او دوستي لا ټينګه کړي.