که تاسې غواړئ پانډاګان وګورئ، نو د چين د جنوب لوېديځ سه چوان ولايت د ابا د زانګ قوم او چيانګ قوم کورواکې سیمې د وو لونګ د طبيعيت ساتونکې سيمې ته ولاړ شئ.
دغه سیمه د پانډا ټاټوبی بلل کيږي، چې پکې څه باندې ۱۰۰ پانډاګان ژوند کوي او تقريباً د چين د پانډاګانو په عمومي شمېر کې يو پر لسمه برخه نيسي.
سږکال د وو لونګ د طبيعيت د ساتونکې سيمې د جوړېدو له ۶۰مه کليزه سره برابر دی.

د پانډاګانو بچيان

د پانډا يو بچی ونې ته ختلی

روزونکي د پانډا د يوه بچي د زوکړې ورځ لمانځلې او مېوې او خواړه يې ورته ډالۍ کړي

پانډا له خپل بچي سره لوبې کوي