د شينجيانګ د اوښانو صنعتي چارې
CMG2023/03/21 16:14:33
شريکول:

 

خلکو به پخوا په لویو پراخو دښتو کې پر اوښانو بارونه وړل او همدا د همغه وخت د ټرانسپورټ عمده وسيله وه، نو ځکه يې د صحرا د بېړيو نوم هم خپل کړی دی.

د اوښانو وېښتان، پوستکي، غوښه او شيدې ګټورې او ارزښتناکې دي.

د چين په شينجيانګ کې له تېرو څو کلونو راهيسې د اوښانو په اړوند صنعتي چارو ښه پرمختګ کړی او ځايي خلکو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

 په شينجيانګ کې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د روزل شويو اوښانو شمېر ۲۲۰ زره ښودل شوی، چې دغه رقم د دغه هېواد د اوښانو په عمومي شمېر کې ۶۸ سلنه نيسي او په شينجيانګ کې هر کال د اوښو د شېدو توليدي اندازه شاو خوا ۵۰ زره ټنو ته رسيږي.

 

عکسونه:

 

 د اوښانو د وېښتو/وژغنو له لارې د جامو توليدوونکې فابريکه

 د شيجيانګ د فو های ولسوالۍ کوکديليک کلي اوسیدونکي امان او مېرمنې يې ۱۴۰ اوښان ساتلي دي.

 د اوښو شيدې د نوموړي د کورنۍ د عايداتو عمده سرچېنه ده او کلنۍ ګټه يې له ۵۰۰ زرو يوانو څخه تر ۶۰۰ يوانو پورې رسیږي.