امريکايي ډوله ډيموکراسۍ نړۍ ته زيانونه رسولي
CMG2023/03/21 16:20:43
شريکول:

سلګونه امريکايان د مارچ په شلمې نېټې په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ مخې ته په يوه ډګر کې راِټول شوي وو او د جګړې ضد شعارونه يې ورکول.

دوی په بینرونو هم د جګړې ضد شعارونه ليکلي وو او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتنه کوله، چې د عراق جګړې ته بيا کتنه وکړي  او له جنګونو څخه دې لاس واخلي.

امريکا شل کاله مخکې د مارچ په ۲۰مې نېټې په عراق کې د ګڼ وژونکو وسلو د شته والي په پلمه له خپلو لوېديځو ملګرو سره يو ځای پر بغداد بريدونه پېل کړل، چې له امله يې څه باندې ۲۰۰ زره عام عراقيان ووژل شول او تر ۹ ميليونو زيات خلک بې کوره شول.

پر عراق د امريکې او لوېديځو هيوادونو پر بريد دوه لسیزې اوښتي، خو تر اوسه یې هلته ګڼ وژونکې وسلې نه دي موندلي او نه یې هم څه شواهد ترلاسه کړي دي.

عراقيانو د لوېديځوالو د بريد او امريکايي ډيموکراسۍ له امله ډېر زيانونه ګاللي دي او لا يې هم تجربه کوي.

لاريونوالو د امريکې پر حکومت غږونه کول، چې شل کاله کافي وخت دی، چې خپلو تېروتنو ته متوجه او عبرت ترې واخلي، خو امريکا د عراقيانو د درد او غم پر وړاندې هيڅ غبرګون نه ښيي، بلکې د ډيموکراسۍ په پلمه يې په نړۍ کې ګډوډۍ راپورته کړې دي.

د چين بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۰مې نېټې (( د امريکا د ۲۰۲۲م کال ډيموکراتيک وضعيت)) په سرليک راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې د امريکا په کور دننه اصلي ډيموکراتيک وضعيت ته کتنه شوې او هم پکې دې ته اشاره شوې، چې واشنګټن پر نورو هېوادونو د امريکايي ډوله ډيموکراسۍ د تپلو لپاره ګډوډۍ راپورته کړي او ځينو هېوادونو کې د سختو ناروينونو سبب ګرځېدلې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۰مې نېټه يوې خبري ناستې ته ويلي، چې حقیقتونو بیا بیا په ډاګه کړې، چې د يو هېواد ډيموکراتيک نظام او د پرمختګ لار يوازې د همغه هېواد د خلکو د اکتشاف له لارې پيدا کېدای شي او څوک يې پرې په زور نشي منلی.

د وانګ ون بين په وينا، پر نورو د خپلې تګلارې تپل د ډيموکراسۍ ضد کړنه ده او څوک باید د ډيموکراسۍ په پلمه پر نورو خپلې تګلارې او نظام ونه تپي.

د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې امريکا د عراق له جګړې څخه درس وانخېست او همهاله يې د لیبيا او سوريې شخړو ته هم لاسونه اوږده کړل.

نړيوال اندېښنه لري، چې په راتلونکي کې به بل کوم هېواد د عراق په سرنوشت اخته شي؟