شي جين پينګ د روسيې له صدراعظم ميخايل ميشوستين سره وکتل
CMG2023/03/21 22:38:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه نېټه د روسيې د فيډرالي حکومت په ودانۍ کې د دغه هېواد له صدراعظم ميخايل ميشوستين سره وکتل.

شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل، چې چين او روسيې تېر کال د پېچلي بهرني چاپيريال پر وړاندې د خپلمنځي هراړخيزو همکاريو پرمختګ ساتلی. چين په تېرو ۱۳ کلونو کې د روسيې لومړۍ درجه لوی تجارتي ملګری پاتې شوی. دواړو خواوو د انرژۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي، مهمې ستراتيژيکې پروژې يې په ښه توګه عملي کړې او کلتوري تبادله او سيمه ييز تګ راتګ يې زيات کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې دواړه هېوادونه بايد د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو اندازه او کيفيت لوړ کړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانه کېدو بهير دې وهڅوي، د توليد او عرضې ځنځيرونه دې خوندي وساتي، د لويو پروژو له لارې دې د دواړو خواوو د انرژۍ امنيت تامين کړي، د ټېکنالوژيکي نوښت او دواملرونکي پرمختګ په برخو کې دې همکارۍ پياوړې کړي او ((د چين او روسيې د ۲۰۲۲م – ۲۰۲۳م کال د سپورټي تګ راتګ کال)) فعاليت دې په ښه توګه تر سره کړي. چين غواړي له روسيې او د اروپا- اسيا اقتصادي اتحاد له غړو هېوادونو سره د چين او نوموړي اتحاد ترمنځ د اقتصادي همکارۍ تړون پلی کړي او د لا لوړې سويې او کچې سيمه ييزې همکارۍ وکړي.

ميشوستين په کتنه کې وويل، روسيه غواړي له چين سره د پانګونې، سوداګرۍ، طبيعي ګازو، د اټومي انرژۍ د سوله ييز استعمال، هوانوردۍ، تکنالوژيک نوښت او نړيوال ټرانسپورټ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د عرضې او توليد د ځنځيرونو د خونديتوب او د غلو دانو د تامين په چارو کې تبادلې او همکارۍ زياتې کړي.