په روان کال کې ښايي د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالت ثابت وساتل شي
CMG2023/03/21 14:44:31
شريکول:

د چين د ګمرکاتو د عمومې ادارې مشر يو جیان هوا د مارچ په شلمې نېټې په بېجينګ کې خبري رسنيو ته ويلي، چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالت ثابت او ښه تمايل يې ښودلی دی.

نوموړي ويلي، چې په يادې مودې کې، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو عمومي ارزښت په سلو کې صفر اعشاريه ۹ زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د يو جيان هوا په وينا، په نړۍ کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د سیالۍ توان نور هم پياوړی شوی او د روان کال له فبرورۍ راهيسې يې صادرات او واردات ثابت روان وو او په ټکو يې، د اقتصادي حالاتو په ښه کېدو سره، ښايي د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ثابت حالت ښه وساتل شي.