شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره وکتل
CMG2023/03/21 09:52:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د مارچ د ۲۰ مې نېټې په ماسپښين د روسيې د پلازمېنې مسکو په کريملين ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمير پوتين سره کتلي دي.

نوموړي له خپل روسي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې له پخوا راهيسې خپلواکې ډيپلوماتيکې پاليسۍ غوره کوي، د خپلو اصلي ګټو او د نړۍ د پرمختګ د تمايل له مخې روسیې سره اړيکو ته پرمختګ ورکوي او ورسره د خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريو پر تقويې ټينګار لري.

شي جين پينګ ويلي، چې دواړه هېوادونه د خپل پرمختګ او سمسورتيا په هڅه کې دي، د نړۍ له څو قطبي کېدو ملاتړ کوي او د نړيوالو اړیکو د ډيموکراتيکېدو بهیر هڅوي.

نوموړي خپل روسي سیال ته وړانديز کړی، چې چين او روسیه دې په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي صادقانه همکارۍ لا پياوړې کړي، د ملګرو ملتونو په ګډون په څواړخیزو ډګرونو کې دې خپلمنځي همغږۍ تقويه او د خپل پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې زیاتې هڅې وکړي او د نړيوالې سولې او ټيکاو لپاره دې مثبت رول ولوبوي.

پوتين روسيې ته د شي جین پينګ د روان رسمي سفر هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې دواړو هېوادونو پدې وروستيو کالونو کې اړيکې پياوړې کړي او بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، روسيه غواړي له چين سره خپلمنځي صادقانه همکارۍ پراخې او په نړيوالو چارو کې ورسره خپلمنځي همغږۍ تقويه کړي او د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نړيوالو اړیکو د ډيموکراتيکېدو بهير پرمخ يوسي.