امريکا بايد د نورو هيوادونو خپلواکو ډيپلوماتيکو پاليسيو ته درناوی وکړی
CMG2023/03/21 14:02:18
شريکول:

 د هندوراس ولسمشرې سيومارا کاسترو دي زيلايا په دې وروستيو کې ويلي، چې هېواد يې په پام کې لري، له چین سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.

امريکا د هندوراس د ولسمشرې کاسترو د ياد خبر په خپرېدو سره همهاله پر دغه هېواد ډیپلوماټیک فشارونه زيات کړي او هڅې کوي، چې هندوراس له چین سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د رسمي تړون له لاسلیک مخکې خپله پرېکړه بیرته واخلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۰مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، هر هېواد حق لري، چې په خپلواکه توګه له نورو هیوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي او په چارو کې يې نور هیوادونه د لاسوهنې حق او اجازه نه لري. د نوموړي په وينا، امريکا باید د " مونرو دوکترين" ((Monroe Doctrine)) پخوانی فکر پریږدي او د ټولو هیوادونو حق ته باید درناوی ولري، چې خپلواکې ډيپلوماتيکې پاليسۍ جوړې کړي.

وانګ ون بين زياته کړې، د نړۍ ۱۸۱ هېوادونو له چين سره د يو چين پېژندنې پر اصل ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړې دي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين سره د ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګول د تاريخي پرمختګ له عمومي تمايل سره سمون لري او يو سم انتخاب دی.

 چين د هندوراس د ولسمشرې کاسترو د يادو څرګندونو هرکلی کړی او هيله يې ښودلې، چې د مساواتو او د متقابلو ګټو د درناوي پر بنسټ له هندوراس سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.