د چين بهرنيو چارو وزارت: د اوکراين د جګړې ميدان ته وسلې چين نه، بلکې امريکا یې ليږي
CMG2023/03/21 10:04:38
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۰ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د اوکراين د جګړې ميدان ته وسلې نه لېږدوي، بلکې امريکا يې په ډاګه ورليږي او په اور تېل شيندي.

نوموړي په خبرو کې امريکې ته وړانديز کړی، چې د اوکراين د جګړې ډګر ته دې د وسلو لېږد ودروي او د دغه بحران د سياسي حل لپاره دې رغنده رول ولوبوي او برعکس کړنې دې نه ترسره کوي.

وانګ ون بين زياته کړې، چين د اوکراين په مسئله کې تل عيني او عادلانه دريځ غوره کړی او پوره هڅې کوي، چې د کړکېچ ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته کېنوي. د هغه په ټکو، هېواد يې تل د سولې، خبرو او د تاريخ د سم لوري ترڅنګ ولاړ دی او د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره به پر له پسې رغنده رول ولوبوي.