د ملګرو ملتونو د حکومتونو د اقليمي بدلون ځانګړې کمېټې د چين خدمتونه وستايل
CMG2023/03/21 11:19:07
شريکول:

د ملګرو ملتونو د حکومتونو د اقليمي بدلون ځانګړې کمېټې د مارچ په ۲۰ مې نېټې شپږم څېړنيز راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې په نړۍ کې اوسمهال د شنو خونو ګازو د ايستنې د کمولو لپاره ډېرې کارندې او اغېزمنې لارې چارې انتخابېږي او کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو د حکومتونو د اقليمي بدلون ځانګړې کمېټې رئيس لي هوی شنګ له سي اېم جي سره د مرکې پر مهال د ياد راپور په ليکلو کې د شوو مهمو کارونو او خدمتونو په پار د چين له حکومت او ساينسپوهانو مننه کړې ده. نوموړي ويلي، د چين ساينسپوهانو د دغه راپور په ليکلو کې لوی خدمتونه کړي او کارپوهانو او حکومتي استازو يې د دې راپور د تائيدولو په برخه کې مثبت خدمتونه کړي دي او له دوی يې ځانګړې مننه کړې ده.