چين: هندوراس دې له تاريخي تمايل سره سمه پرېکړه وکړي
CMG2023/03/22 14:07:26
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ٢١مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د دې هرکلی وکړ، چې هندوراس اوسنی حالت درک کړي او له تاريخي تمايل سره سمه پرېکړه دې وکړي.

د راپورونو له مخې، د هندوراس د بهرنيو چارو وزير د مارچ په ۲۰مې نېټې له امريکايي چارواکو سره تر کتنې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې امريکا له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګېدل د هندوراس د حکومت خپلواکه پرېکړه بللې او په وينا يې، واشنګټن يې درناوی کوي.

 وانګ ون بين يادې خبري ناستې ته يو ځل بيا د يو چين پېژندنې اصل بیان کړی او تايوان يې د چين نه بېلېدونکې برخه او د چين ولسي جمهوريت يې د دې هېواد په استازيتوب يوازينی قانوني نظام ياد کړی دی.

نوموړي ويلي، د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې موافقه او هم د تاريخي زمانې نه بدلېدونکی جريان دی.

وانګ زياته کړې، هر هېواد حق لري، چې له نورو هیوادونو سره خپلواکې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.