شي جين پينګ د مالاوي او موزامبيک ولسمشرانو ته د همدردۍ پېغامونه وليږل
CMG2023/03/22 20:53:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۰مه نېټه د استوايي بړبوکيو ځپلي مالاوي او موزامبيک ولسمشرانو چکويرا او نيوسي ته د همدردۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په پيغامونو کې د استوايي بړبوکيو له امله د مرګ ژوبلې رامنځته کېدو له امله خواشيني څرګنده کړې او د هغوی خپلوانو سره يې همدردي څرګنده کړه او په دې اړه يې باور وښود، چې د استوايي بړبوکيو ځپلي وګړي له دغه ناورين څخه ووځي او او وران شوي کورونه به بېرته ورغوي.