د بریتانیا دفاع وزارت د مارچ په ۲۱مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به یې اوکراین ته جنګي ټانکونه او 238 یورانیم لرونکي بمونه برابر کړي.
د بریتانیې د دفاع مرستیالې وزیرې انابیل ګولډې هم مخکې ویلي و، چې هېواد به یې اوکراین ته 238 یورانیم لرونکي بمونه برابر کړي.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین بیا خبرداری ورکړی او د بریتانیې دغه عمل يې د ذروي توکي لرونکو وسلو د کارولو په مانا بللی دی او په وينا يې، که برېتانيا اوکراين ته ياد بمونه ورکړي، نو روسیه به هم مجبوره شي، چې ځوابي تدبیرونه ونیسي.
(هیله)