د چيني او روسي رسنيو ګردی مېز په مسکو کې تر سره شو
CMG2023/03/22 20:51:33
شريکول:

چين ميډيا ګروپ او د روسيې د نړيوالو رسنيز ګروپ د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو د نړيوالو اړيکو په اکاډمۍ کې د چيني شکله عصري کېدو او د نړۍ د نويو فرصتونو تر عنوان لاندې د چين او روسيې د رسنيو ګردی مېز تر سره کړ.

په دې ګردي مېز کې د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د روسيې د مهمو او لویو خبري رسنيو او پوهنتونونو مسوولينو، د دواړو هېوادونو چارواکو او کارپوهانو د عصري کېدو د لارې په اړه تاوده بحثونه وکړل. ګډون کوونکو وويل، چين د خپل وضعيت له مخې د عصري کېدو مناسبه لاره پيدا کړې او د نورو هېوادونو لپاره يې بريالۍ نمونه برابره کړې.

ښاغلي شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل، چې چين ميډيا ګروپ به د نړيوال کمونيکېشن د متنوع او عدالت د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او د بشري ټولنې د عصري کېدو لپاره به خدمتونه وکړي.