شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل
CMG2023/03/22 15:20:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه نېټه په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل. دواړو لوريو د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب صادقانه او اغېزناک بحثونه وکړل او پر دې يې موافقه وکړه چې د دوستانه همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو د اصولو پر بنسټ په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي څو په نوې زمانه کې د ستراتيژيکو همکاريو هر اړخيزې اړيکې لا ټينګې شي.

روانه مياشت مسکو کې هوا ډېره ښه ده او اسمان شين دی. کله چې رئيس شي جين پينګ د کرملين ماڼۍ ته ورسېد، ولسمشر ولاديمير پوتين د ده د راتګ د هرکلي درانه مراسم تر سره کړل.

د دواړو هېوادونو مشرانو په وار سره د عادي او مهمو روانو چارو په اړه خبرې اترې وکړې. شي جين پینګ دې ته په اشارې سره ويلي چې چين او روسيه د يو بل تر ټولو لوی ګاونډي هېوادونه بلل کېږي. چين له روسيې سره اوږدمهاله دوستانه اړيکې لا ټينګې کړې او دغو اړيکو ته يې پرمختګ ورکړی چې دا له تاريخي منطق سره سمون لري او د چين ستراتيژيک انتخاب هم دی چې همدا په اسانۍ سره بدل نه شي. لس کاله دمخه ما په لومړي ځل له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړه او له هغه وخت څخه راهيسې دواړو هېوادونو د متقابل درناوي، باور او د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي اړيکې لاټينګې کړې. ورڅخه د دغو اړيکو لا هر اړخيزه او ستراتيژیکه ځانګړنه ښکاري. د دغه سفر په موده کې کله چې زموږ کاروان له ځينو ځايونو څخه د تېرېدو په حال کې و، ډېرو روسي دوستانو ما ته په درناوي ښه راغلاست کړي چې دا د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو ژور او کلک ولسي بنسټ ښکارندويه کوي. دا مهمه نه ده چې نړيوال حالت څنګه بدلېږي، چين به له روسيې سره دغو اړيکو ته پرمختګ ورکړي.دغه سفر د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر بولم. چين غواړي چې له روسيې سره په نوې زمانه کې دغه اړيکې پراخې کړي او خلکو ته لا زياتې ګټې راوړي او د انسانانو د پرمختيایي چارو د پرمخ بېولو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په بېلا بېلو ساحو کې د اړوندو مسؤلينو له خوا وړاندې شوي همکاريز راپورونه واورېدل. شي جين پينګ دې ته  په اشارې سره ويلي چې د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره د چین او روسيې ترمنځ اړيکو تل په سالمه او ثابت ډول پرمختګ موندلی دی. په سیاسي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور لا ټينګ شوی، ګټې يې هم ډېرې شوې دي، د خلکو تګ راتګ لا زیات شوی او د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او کلتور په شمول په ډېرو برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ لا پياوړې شوې دي، همکاريزې ساحې لا پراخې شوې او ګډې نظريې پياوړې شوې دي. روان کال د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د روحيې د پلي کولو د پيل کال دی. نو موږ به د نوي پرمختيایي حالت جوړونه چټکه کړو او د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره به هڅې وکړو څو چيني شکله عصري کېدنه پرمخ يوسو.

پوتين د چين د دولت رئيس په توګه د رئيس شي جين پينګ او د چين د نوي حکومت د بيا ټاکل کېدو په مناسبت ورته مبارکي وویله. همدارنگه پوتين وويل اوس مهال د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو پرمختيايي حالت ښه دی. په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاريو پرمختګ موندلی،د حکومت او تقنيني بنسټونو په شمول د بېلا بېلو کچو همکارۍ فعالې دي او د کرونا وبا د خپرېدو په پېچلي حالت کې د روسيې او چين ترمنځ سوداګريز ارزښت زيات شوی دی. هيله من يم چې دواړه خواوې په ټاکلو لارو چارو د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کيهاني چارو او د مالونو د نړيوال لېږد رالېږد په برخو کې نوي پرمختګونه ومومي او د سپورټ، سيلانيزو او سيمه ييزو چارو په شمول ځينو نورو برخو کې دوه اړخيزې تبادلې لا ډېرې شي. روسيه د تايوان، هانکانګ او شينجيانګ مسئلو په هکله د چين له خوا د حقه حقونو له ساتلو څخه ټينګ ملاتړ کوي. چين په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ په ډيالوګ کې د تاريخي لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کړې چې همدا په نړۍ کې د يوه لوی هېواد په توګه د چين د مهم مقام او مثبتې اغيزې ښکارندويي کوي. روسيه په نړيوالو چارو کې د چین عادلانه رويه ستايي او د نړيوال امنيت، پرمختګ او تمدن په اړه د چين له خوا له وړاندې شويو وړانديزونو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره نړيوالې همکارۍ پیاوړې کړي.

تر خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاریو د اړيکو د لاټينګېدو په هکله د چين د ولسي جمهوريت او روسيې ترمنځ ګډه اعلاميه او تر ۲۰۳۰ کاله پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د مهمو لوريو د پرمختيايي پلان په هکله د دواړو مشرانو ترمنځ ګډه اعلاميه خپره کړه.