د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۱مې نېټې په ماسپښين د روسيې د پلازمېنې مسکو په کريملين ماڼۍ کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره ګډه اعلاميه ((د چين او روسيې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پياوړتيا )) خپره کړې ده.
دواړو مشرانو د اوکراين کړکېچ په اړه څرګنده کړې، چې هر هېواد بايد د ملګرو ملتونو منشور او اصول وساتي او نړيوال قانون ته باید درناوی ولري.
پوتين په دې مسئلې کې د چين عيني او عادلانه دريځ ستايلی دی.
دواړو سیالانو د هر هغه هېواد او ډلې مخالفت کړی، چې د پوځي او سياسي ګټو لپاره د نورو هېوادونو امنيت ګواښي او زيانونه ورته رسوي.
روسيې د اوکراين مسئلې د حل په پار د خبرو اترو د ژر پيل ژمنه تکرار کړې او چين يې ستاینه کړې ده.
روسيې د چين د هغې څرګندونې هرکلی کړی، چې غواړي، د اوکراين مسئلې د سياسي او ډيپلوماتيک حل لپاره رغنده رول ولوبوي او د چين دريځ سند يې هم ستايلی دی.
دواړو مشرانو ويلي، چې د اوکراين مسئلې د حل لپاره باید د بېلا بېلو هېوادونو مشروع امنيتي اندېښنو ته درناوی وشي او ډله ييز تقابل د رامنځته کېدو مخه باید ونيول شي.
دوی مسوولانه خبرې اترې د ستونزو د حل کيلي او غوره لاره بللې ده او پر نړيوالې ټولنې يې هم غږ کړی، چې د رغنده خبرو ملاتړ وکړي.
دواړو سیالانو غوښتنه کړې، چې د حالاتو د لا خړپړېدو لپاره ناسمې کړنې پای ته ورسېږي او د شخړو د لا کړکيچ مخنيوی دې وشي.
دوی د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له صلاحيت پرته له يو اړخيزو بنديزونو سره هم مخالفت ښودلی دی.