شي جین پينګ او پوتین ګډه خبري ناسته ترسره کړې
CMG2023/03/22 10:56:23
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مې نېټې د روسیې په پلازمېنې مسکو کې له ولاديمیر پوتین سره تر کتنې وروسته، له نوموړي سره يوه ګډه خبري ناسته ترسره کړې ده.

شي جین پينګ يادې خبري ناستې ته ويلي، چې هغه له خپل روسي ولاديمیر پوتین سره په صمیمي فضا کې د دوه اړخیزو اړیکو او د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله د نظریو ژورې تبادلې کړي او نوې ګډې نظریې يې تر لاسه کړې دي.

دواړو سیالانو د چین او روسیې د هراړخیزو ستراتيژيکو اړیکو د ټينګښت ګډه اعلامیه او تر ۲۰۳۰م کال مخکې د چین او روسیې د مهمو اقتصادي همکاريو پرمختيايي پلان ګډه اعلامیه خپره کړې او د دواړو خواوو د اړیکو د راتلونکي پرمختګ او په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو په پار يې ترتيبات نيولي دي.

 دواړو مشرانو ويلي، چې چین او روسیه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه نړيوال منشور کلک وساتي، د شانګهای همکارۍ سازمان، د برېکس هېوادونو د همکاریز نظام او د جي شل يا د شلو لویو صنعتي هېوادونو ډلې په شمول څو اړخیزو نړیوالو چوکاټونو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د نړیوال اقتصاد احیا به وهڅوي او په ګردې نړۍ کې د غلو دانو، انرژۍ امنیت او د تولید او عرضې ځنځيرونو ثبات د ساتلو په برخو کې به نور زیات خدمتونه وکړي او د انسانانو ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

 (هیله)