د چين د سان جيانګ يوان د طبيعيت ساتنې ملي پارک
CMG2023/03/22 15:34:26
شريکول:

د مارچ ۲۲مه د اوبو نړيواله ورځ ده.

 د چين شمال لوېديځ چينګ های ولايت د چينګ زانګ په لوړه کې دی او يانګ ځه سيند، ژېړ سيند او لان څانګ سيند د همدې ولايت له لوړو غرونو سرچېنه اخلي. دغه سیمه سان جيانګ يوان نومېږي.

سږکال د سان جيانګ يوان د طبيعيت ساتنې ملي پارک د جوړېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی.

د سان جيانګ يوان ملي پارک څنګلورې څلور ولسوالۍ پخوا ډېرې بېوزله وې او ۱۷ زره او ۲۱۱ مالدارۍ کورنۍ پکې اوسېدې.

د چينګ های سيمه ييز حکومت له ۲۰۱۸م کال راهيسې هر کال ۳۷۰ ميليونه يوانه لګوي او په هرې کورنۍ کې يو کس د ايکولوژيک چاپېريال د ساتنې په موخه په دنده ګوماري او ۱۸۰۰ يوان مياشتنی معاش ورکوي او د همدې په پار د سان جيانګ يوان سيمې د هرې کورنۍ کلني عايدات ۲۱ زره او ۶۰۰ يوانو زيات شوي دي.