د روسیې دفاع وزارت د مارچ په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې یوې (Su-35) جنګي الوتکې يې د بلتیک سمندر دپاسه د امریکې د دوو(B-52H) ستراتيژیک بم غورځوونکو الوتکو مخه نېولې ده.
خبر وايي، چې د روسیې د هوايي دفاع ځواکونو رادار دوه موخې کشف کړې وې او مالومه کړې يې وه، چې د روسیې سرحد ته نږدې د امریکې دوه(B-52H) ستراتيژیک بم غورځوونکې الوتکې ګزمې کوي.
خبر زياتوي، چې د روسیې په لوېديځ کې مېشتو هوايي ځواکونو سمدستي هوا ته (Su-35) جنګي الوتکه پورته کړې او له سیمې يې د امريکې يادې الوتکې شړلې دي.
(هیله)