چين ميډیا ګروپ له روسي ورځپاڼې سره د همکاريو هوکړه لاسليک کړه
CMG2023/03/22 15:12:42
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او ناشراتو مرستيال وزیر او د چین ميډیا ګروپ مشر شن های شیونګ په مسکو کې د روسي ورځپاڼې له مشر پاویل نیګویتسا سره د خپلمنځي همکاريو هوکړه لاسليک کړې ده.

د چين ميډيا ګروپ او روسي ورځپاڼې مشرانو ياده هوکړه، روسيې ته د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په درشل کې لاسليک کړې ده.

د چين ميډیا ګروپ له روسي ورځپاڼې سره ښه همکاریزې اړیکې ساتلې دي.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د خپلمنځي مالوماتي تبادلو او همکاريو د لا پياوړتيا لپاره به د همکاريو عادي ميکانيزم جوړوي او د خبرونو د تبادلې، د پرسونل د روزنې او تخنيکي تبادلې په برخو کې به پراخې همکارۍ وکړي.

پاویل نیګویتسا د يادې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د روسي ورځپاڼې په استازیتوب چين ميډیا ګروپ ته د پنځمې کلیزې مبارکي وویله.