چين: امريکا دې د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې د سياسي حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي
CMG2023/03/22 11:26:50
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د مارچ په شلمې نېټې د امنيت شورا د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې علنۍ غونډې کې دوه ځلې ويناوې کړي او د امريکا فشارونه يې د يادې مسئلې د سختېدو سبب بللي دي.

نوموړي پر امريکا او نورو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د اټومي اوبتل د همکارۍ پرېکړه لغوه او د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې د سياسي حل لپاره په سم لوري ګامونه پورته کړي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې ډ‌يموکراتيکې کوريا په ۲۰۱۸م کال کې مناسب تدبيرونه نيولي وو، خو امريکا (( عمل ته د غبرګون عمل)) له اصولو سره سم مناسب ځواب ورنه کړ او له کوريا ټاپووزمې د ذروي وسلو د پاکولو بهير د پرمخبيولو مهم فرصت له لاسه ووت.

امريکا او ملګرو هېوادونو يې د روان کال له پيل راهیسې د کوریا ټاپووزمې په شاوخوا کې بې ساري پوځي تمرينونه پېل کړي او د ستراتيژيکو وسلو د ځای پر ځای کولو پلان يې هم جوړ کړی دی، چې دغو کړنو او فشارونو يې د ډيموکراتيکې کوريا د ناامنۍ احساس زيات کړی او د لا سختو حالاتو لامل يې ګرځېدلی دی.

ګنګ شوانګ پر دې ټينګار کړی، چې چين ولې د امنيت شورا د رئيسي اعلاميې د خپرولو په اړه خپله رويه ساتلې؟ ځکه دا ډول کړنلاره رغنده نه بولي او اندېښنه لري، چې ممکن د کوريا ټاپووزمې د اوسني کړکېچ د لا پيچيليتوب لامل وګرځي.

امريکا له يوې خوا د اټومي وسلو د نه خپرېدو په پلمه له شمالي کوریا څخه د ذروي پلان د پرېښودلو غوښتنه کوي، خو له بلې خوا د اټومي وسلو نه لرونکو هیوادونو ته په ټنو د وسلو جوړېدونکو یورانیمو د برابرولو نيت لري.

نوموړي د امريکا دا کړنه دوه ګونې معيار بللی او په وينا يې، دا به د امنيت شورا باور ته سخت زيانونه ورسوي. (ژباړه: شکريه)