د ایران د اټومي انرژۍ سازمان رئیس محمد اسلامي د مارچ په ۲۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې دغه سازمان د سعودي عربستان پيغام ترلاسه کړی او له ایران سره يې د ډیپلوماتیکو اړیکو پرعادي کېدو خوښي ښودلې ده.
اسلامي ویلي، د ایران د اټومي انرژۍ سازمان به له سعودي عربستان سره په اړيکه واوسي، خپلمنځي همکارۍ به ورسره پېل کړي او د سعودي خلکو ته به د راډيولوژۍ په برخه کې خدمتونه وکړي.
(هیله)