شي جين پينګ له روسيې څخه ليدنه پای ته ورسوله
CMG2023/03/22 15:17:22
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۲مې نېټې په سهار له روسيې څخه خپله رسمي ليدنه پای ته ورسوله او په ځانګړې الوتکې کې له مسکو څخه بېجينګ ته روان شوی دی.

د روسيې مرستيال صدراعظم دميتري چيرنيشنکو او نورو روسي لوړ پوړو چارواکو په همدې ورځ د مسکو هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پينګ لپاره د خدای پامانۍ مراسم تر سره کړل.