د افغانستان لنډ مهالي حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او بشري چارو وزارت د مارچ په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د ريکتر په کچه ۶.۵ درجه زلزله شوې او د پلازمینې کابل په شمول شاوخوا ولایتونه يې هم لړزولي دي.
د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه زلزله د کابل په وخت د ۲۱مې نېټې د شپې په ۹ بجو او ۱۷ دقيقو شوې ده.
يادې ادارې د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ جنوب ختيځ ته په ۴۰ کيلومترۍ کې او ژوروالی یې ۱۸۷.۶ کيلومتره ښودلی دی.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مارچ په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې تر اوسه پورې د يادې زلزلې له امله ۳ تنه مړه شوي او ۴۴تنه ټپيان شوي دي.