ملګري ملتونه: ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې د اوبو د کمښت ستونزې دوه برابره شي
CMG2023/03/23 10:50:28
شريکول:

د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان او د اوبو چارو ادارې د مارچ په ۲۱مې نېټې د اوبو چارو تر سږنۍ نړيوالې غونډې مخکې د ۲۰۲۳م کال د اوبو پرمختګ راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې اټکل شوی، هغه ښارونه، چې د اوبو د کمښت ستونزو سره مخ دي،  تر ۲۰۵۰م کال پورې به يې دغه ستونزې دوه چنده شي. 

 راپور وايي، په ګردې نړۍ کې له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې د اوبو لګولو کلنۍ اندازه ۱ سلنه زیاته شوې ده.

په راپور کې د نفوس زیاتوالي، د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او د مصرفي شکل بدلون په شمول د ځينو نورو عواملو له امله اټکل شوی، چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به په ګردې نړۍ کې د اوبو لګولو اندازه د اوسني سرعت له مخې نوره هم زیاته شي.

په ۲۰۱۶م کال کې په ګردې نړۍ کې د هغو کسانو شمېر ۹۳۰ ميليونه ښودل شوی و، چې د اوبو کمښت ستونزو سره مخ وو، خو ښايي دغه شمېر تر ۲۰۵۰م کال پورې له ۱۷۰۰ تر۲۴۰۰ میلیونو ورسیږي.

 (هیله)