بېجینګ: جنګي ډګر ته وسلې لیږدول د عدالت مانا نه ورکوي
CMG2023/03/23 10:39:01
شريکول:

د امریکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان کربي په دې وروستیو کې د اوکراین مسئلې په اړه د چین پر دریځ او نيت شک ښودلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مارچ په ۲۲مې نېټې په یوې خبري ناستې کې په ټينګار ويلي، چې واشنګټن باید د اوکراین په روان کړکېچ کې خپل رول دې وڅاري او و يې څيړي او بيا نورو ته د پړې ګوته ونیسي.

وانګ ون بین ویلي، چین د اوکراین کړکېچ جوړونکی او يا ښکېل لوری نه دی او نه هم کومې ښکیلې خوا ته وسلې لېږي او په وينا یې، چین د ښکیلو خواوو ترمنځ ډیالوګ او خبرې هڅوي.

نوموړي ويلي، چې د امریکې په شمول ځينې لوېديځ هېوادونه اوکراین ته پر له پسې وسلې وليږي، چې له امله يې دغه کړکېچ مخ په سختېدو او منفې اغېزې يې پراخې شوې دي. وانګ ون بین د پوښتنې په شکل ويلي، چې ايا د لوېديځ دغه کړنې د عدالت معنا لري؟ 

وانګ ون بین زياته کړې، چین به له سولې، ډیالوګ او سم تاریخي انتخاب سره  ټینګ ودرېږي او د اوکراین ناورین د سیاسي حل لپاره به له نړیوالې ټولنې سره يو ځای رغنده رول ولوبوي.

 (هیله)