چین ګانګ: روسيې ته د رئيس شي جين پينګ سفر د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر دی
CMG2023/03/23 13:10:01
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په رسمي بلنې له مسکو څخه لیدنه وکړه.

د چين  د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر چين ګانګ رسنيو ته د شي جين پينګ دغه سفر د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر بللی، چې په وينا یې، د نړيوالو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

چين ګانګ ويلي، رئیس شي جين پينګ روسیې ته په يوه ځانګړي وخت کې سفر کړی، چې نړيوال حالت يې پيچلی او اهميت او ګټورې پايلې لري او د خپلواکو او سوله ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو د ټينګولو او د سوله یيزې نړۍ ښکاندويي کوي.  نړيوال عامه افکار په دې اند دي، چې روسيې ته د رئيس شي جين پينګ سفر به پر نړيوال جيوپوليټيکل ژورې اغېزې ولري او چين د سولې جوړونکي په توګه خپل رول او مسؤليت څرګند کړی دی. د نوموړي دغه لیدنه به په پیچلي نړیوال وضعیت کې لا زیات ثبات راولي او د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نړيوالو اړیکو د ډيموکراتيکېدو بهير به وهڅوي.