شي جين پينګ له روسیې څخه تر رسمي لیدنې وروسته بېجینګ ته ستون شو
CMG2023/03/23 10:29:42
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ له روسیې څخه تر رسمي لیدنې وروسته د مارچ د ۲۲مې نېټې په شپه بېجینګ ته ستون شوی دی. 

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو او د یادې کمېټې د دفتر مشر څای چي، د یادې سیاسي بیورو غړي او د مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر وانګ يي او د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر چين ګانګ په شمول ځينې لوړپوړي چارواکي، چې له رئیس شي جين پينګ سره يې په دغه سفر کې ملګرتيا کوله، هم بېجينګ ته ستانه شوي دي.

  (هیله)