پنګ لي يوان د روغتيا نړيوال سازمان د توبرکلوز د وقايې او درملنې فعاليت ته پيغام ولېږه
CMG2023/03/23 11:33:39
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ يا توبر کلوز او ايډز د وقايې او درملنې ځانګړې سفيرې پنګ لي يوان د دغه سازمان د توبر کلوز د وقايې نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته پيغام ليږلی دی.

پنګ لي يوان په پيغام کې ويلي، د چين حکومت د توبرکلوز وقايې او درملنې ته ډېره پاملرنه کوي او دغه چاره يې د روغتيايي چين په ستراتيژۍ کې هم شامله کړې ده.

نوموړې ويلي، چين د روغتيا ساتنې توان لوړ کړی، د بېلا بېلو وزارتونو تر منځ همکارۍ يې پراخې کړي او ټول چينايان پکې برخه لري.

پنګ لي يوان ويلي، چې هېواد يې د درملو نوې ټکنالوژي، پلان او وسيلې فعاله او پياوړې کړي او پر توبرکلوز د اخته ۹۰ سلنه ناروغانو درملنه يې کړې ده. 

نوموړي زياته کړې، چې بېلا بېل هېوادونه دې خپلې ژمنه پوره او خپلمنځي تبادلې او همکارۍ دې پياوړي کړي، یو له بل سره دې د توبرکلوز د وقايې او درملنې تجربې شريکې کړي او په نړۍ کې د توبرکلوز د وقايې او درملنې توان دې لا ښه پر مخ بوزي.