چين: نړيواله ټولنه دې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د سوله ييزو خبرو اترو بيا پيل وهڅوي
CMG2023/03/23 13:09:07
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۲مې نېټې د امنيت شورا د فلسطين مسئلې په اړه په يوې علنۍ غونډې کې وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د سوله ييزو خبرو اترو پيل وهڅوي.

ګنګ شوانګ د ملکي وګړیو پر وړاندې ترهګريز بریدونه غندلي او له اړوندو خواوو يې غوښتي، چې د پاروونکو کړنو مخنيوی او د وضعیت د لا ترینګلتیا مخه ونیسي.

اسرائيل اشغالګر دي، نو بايد له نړيوالو قوانينو سره سم په اشغال شويو سیمو کې خلک خوندي وساتي او بايد خپله دنده ترسره کړي، خپل امنيتي ځواکونه دې له ناسمو کارونو راوګرځوي، په اشغال شويو سيمو کې دې د استوګنځايونو جوړونه ودروي او اړوندې پیښې دې بشپړې وڅیړي.

نوموړي ويلي، چې د اسرائيل امنيتي اندېښنو ته هم بايد پاملرنه وشي. فلسطين او اسرائيل دوه ګاونډي هېوادونه دي او يوازې د سوله ييزو خبرو اترو له لارې يې خپلمنځي شخړې پای موندلی شي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، چې چېن به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د فلسطین مسئلې د پوره، عادلانه او دایمي حل لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي.