د امريکا ماليې وزیر: ممکن حکومت د اړتیا په صورت کې د کوچنیو پولي ادارو ساتنه وکړي
CMG2023/03/23 11:03:10
شريکول:

د امريکا د ماليې وزيرې ییلن د مارچ په ۲۱مې نېټې ويلي، چې په دغه هېواد کې د سیلیکون ویلي بانک او سیګنيچر بانک (Silicon Valley Bank،  Signature Bank) د تړل کېدو له امله د امريکا بانکونو څخه د پيسو د ايستلو پرمهال ګڼې پېښې رامنځته شوي دي او فيډرالي حکومت ښايي د اړتیا په صورت کې د کوچنیو پولي موسسو د ساتنې لپاره اقدامات غوره کړي.

ییلن ويلي، د بانکوالۍ اوسنی کړکېچ د ۲۰۰۸م کال له مالي بحران سره توپیر لري او د بانکوالۍ اوسنی سیسټم يې د هغه وخت په پرتله ډېر باثباته بللی دی، خو نوموړي اوسنی وضعیت هم یو "بحران" یاد کړی او  په وينا يې په بانکوالۍ کې یې بې ساری کړکېچ راپورته کړی، چې ممکن د بانکوالۍ پر سيسټم او اقتصاد منفي اغېزې ولري.

ييلن زياته کړې، که ياد تړلي بانکونه پر کوچنيو بانکونو اغېز وښندي، نو ممکن فډرالي حکومت اړ شي، چې د کوچنيو مؤسسو ساتنه او ملاتړ وکړي.

د امريکا د زېرمو فډرالي کمېټې او د کاناډا، بريتانيا، جاپان، اروپا او سويس مرکزي بانکونو د مارچ په ۱۹مې نېټې په يوې ګډې بيانيې کې ويلي، چې دوی به له موجوده تړون سره سم همغږي تدبيرونه ونيسي او د ډالرو په تګ راتګ کې به لا زيات ملاتړ برابر کړي. (ژباړه: شکريه)