د سويډن پارلمان په ناټو کې د دغه هېواد د شاملېدو مسوده تصويب کړه
CMG2023/03/23 09:49:30
شريکول:

د سويډن پارلمان د مارچ په ۲۲مې نېټې په ناټو کې د دغه هېواد د شاملېدو مسوده تصويب کړې ده.

د سويډن د ټولنيز ډيموکرات ګوند غړي او پخواني خارجه وزير مارګوټ والستروم د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په ناټو کې د سويډن شاملېدل به يې د هېواد پر خپلواکۍ اغېزې وکړي.

د سويډن ښي اړخي ګوند او چاپېريال ګوند هم پر حکومت نيوکې کړي، چې په يوه داسې پوځي سازمان کې يې هېواد شامل کړی، چې د اټومي ګواښ پر بنسټ جوړ شوی دی. د دوی په وينا، دغه چاره به د سويډن خپلواکې ډيپلوماتيکې پاليسۍ کمې کړي او ممکن د نورو په شخړو يې ورګډ کړي.

سويډن او فنلنډ د تېر کال په مې کې ناټو ته د غړيتوب غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.