د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېن فکري مرکز په دې وروستيو کې د چين د خلکو پوهنتون له يوه څېړنيز انسټيټيوټ سره د نړۍ د ډيموکراتيکو نظامونو په اړه ګډه سروې تر سره کړې ده.
د سروې ګډونوالو د ژوند او پرمختګ په شمول اساسي بشري حقونه مهم بللي.
د سروې ۸۴،۸ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې په نړۍ کې لوړه ډيموکراسي شتون نه لري او د يو هېواد لپاره یې هغه ډيموکراتيک نظام تر ټولو مناسب او ښه بللی، چې د دغه هېواد له وضعيت سره سمون لري.
د ژوند حق او د پرمختګ حق تر ټولو اساسي بشري حقونه دي
د يادې سروې ۴۰،۷ سلنه ګډونوالو د ډيموکراتيک نظام د مهمو ارزښتونو په برخه کې د ژوند حق تر ټولو مهم او ۲۹،۳ سلنه ګډون کوونکو يې بیا د قانوني ادارې حق تر ټولو ډېر مهم بللی دی او د سروې ۲۹ سلنه او ۲۸،۴ سلنه ګډونکوونکو په جلا جلا توګه اقتصادي پرمختګ او د ژوند سويې لوړوالي ته ډېر ارزښت ورکړی او مهم يې بللي دي.
د سروې د ۸۴،۳٪ ګډونوالو په اند، ورته ډيموکراتيک نظام په ټولو هېوادونو کې د اعتبار وړ نه دی او په بېلا بېلو هېوادونو او کلتورونو کې مختلف نظامونه او ډيموکراسي پلې کيږي.
د سروې د ۸۴،۸٪ ګډونوالو په اند، د هر هېواد چارواکي بايد د سياسي نظام د انتخاب پر مهال د خپل هېواد تاريخ، کلتور او وضعيت په پام کې ونيسي.
د سروې ۸۶،۸ سلنه ګډونوال بیا په دې اند دي، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید نږدې تګ راتګ وساتي او يو بل ته بايد درناوی ولري.
د سروې ګډونوالو د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ ستاينه کړې
ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ په تېرو څو لسيزو کې د چين په هرې برخې کې جرړې غځولي او خلکو په دغه بهير کې پراخ ګډون کړی دی.
د سروې ۸۸،۳ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې د حکومت مشران بايد د خلکو د هيلو او ارادو په استازيتوب وټاکل شي، د خلکو لپاره دې خدمتونه وکړي او د خلکو نظارت دې ومني.
د سروې د ۸۱،۵ سلنه ګډون کوونکو په اند، ډيموکراسي د خلکو د ژوند په بېلا بېلو برخو کې اغېزه لري او بېلا بېلې عامه چارې په ډيموکراتيکو لارو چارو حل کېدای شي.
د چين ټول بهير ولسي ډيموکراسي د لوېديځ له سياست، تاريخ او کلتور سره توپير لري. د سروې ۷۵،۴ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې چين له اروپا او امريکا څخه مختلف سياسي نظام غوره کړی او مهم برياليتوبونه يې تر لاسه کړی دی. د دې سروې ۸۳،۱ سلنه افريقايي ګډون کوونکو هم همدا نظريه ياده کړې ده.
د سروې د افريقايي ګډونوالو په اند، د چين سياسي نظام او د ډيموکراسۍ تجربې د نړۍ د نورو هېوادونو د نظامونو او ډيموکراسۍ په پرتله ډېرې د زده کړې وړ دي.
د نړۍ د ۳۵ هېوادونو ۳۷۷۶ کسانو په دغې سروې کې ګډون کړی، چې پکې نه يوازې د بريتانيې، فرانسې او جرمنمي په شمول د پرمختللو هېوادونو وګړي شامل دي، بلکې د نايجريا او پاکستان په شمول د پرمختيايي هېوادونو وګړي هم پکې پوښتل شوي او د دوی نظرونو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.