د «ډيموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت» په نوم دوهم نړيوال فورم د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شو، چې پکې د څه دپاسه سلو هېوادونو او سيمو څه د باندې ۳۰۰ مېلمنو په انلاين او افلاين ډول ګډون کړی و.
په دغې غونډې کې د ډېرو هېوادونو پخوانیو سیاستوالو او د نړیوالو سازمانونو استازو او کارپوهانو د ډیموکراسۍ او نړیوالې ادارې، ډیموکراسۍ او د تمدنونو تنوع او ډیموکراسۍ او عصري کېدو لارې په ګډون د څو موضوعاتو په اړه هراړخيزې خبرې کړې دي.
دغونډې ګډونوالو ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت او د ټولو هېوادونو د عصري کېدو بهير د پوره کېدو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره بنسټ بللی دی.
دوی په خپلو خبرو کې ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د نړۍ د تمدنونو تنوع ته درناوى وکړي، همکارۍ او زغم باید وساتي، د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې نظر باید را پورته کړي او د نړيوالو ننګونو د لېرې کولو لپاره باید ګډ کوښښونه وکړي.