د پاکستان او افغانستان چارواکو د مارچ په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په ۲۱مې نېټې د شوې زلزلې له امله په دواړو هېوادونو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان شوي دي.
د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په بدخشان کې و.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت له ناورینونو سره د مبارزې ادارې ويلي، چې د یادې زلزلې له امله په دغه ايالت کې د ۲ ښځو او ۲ ماشومانو په شمول ۹ تنه وژل شوي او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
يادې ادارې ويلي، چې ټپيان يې روغتونونو ته ليږدولي دي.
د پاکستان حکومت د بېړني غبرګون مرکز جوړ کړی او د خیبر پښتونخوا ايالت روغتونونو کې يې بيړني حالات اعلان کړي دي.
د افغانستان د لنډمهالي حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په همدې ورځ رسنيو ته ویلي، چې په دغه هېواد کې د يادې زلزلې له امله تر اوسه ۲ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان ټول طبي ارګانونو د ټپیانو د درملنې او ژغورنې لپاره چمتوالی نیولی دی.
(هیله)