چين د تيان مو لومړی نمبر ۰۳ ـ۰۶ سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب وتوغوله
CMG2023/03/23 15:39:37
شريکول:

چين د جيو چوان د توغندي د توغولو له مرکز څخه د کۍ زېډ ـ ۱ اې ( KZ-1A) راکېټ په مټ د تيان مو لومړی نمبر ۰۳ ـ۰۶ سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب وتوغوله او فضا کې ټاکلي مدار ته داخله شوې ده.

چين ياده سپوږمکۍ د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۲مې نېټې د مازديګر په ۵ بجو او ۹ دقيقو فضا ته توغولې ده. 

دا د چين د کۍ زېډ ـ ۱ اې ( KZ-1A) راکېټ ۱۹م ماموريت و.

د مالوماتو له مخې، ياده سپوږمکۍ به په عمده ډول د هوا پېژندنې سوداګريز خدمتونه  برابروي.