سیمور هیرش: د امریکې استخباراتي ادارې جعلي خبر خپور کړی
CMG2023/03/24 11:55:42
شريکول:

د امريکا مشهور څېړنيز خبریال سیمور هیرش د مارچ په ۲۲مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو هغه خبر جعلي بللی، چې وايي، له اوکرایني حکومت سره يوې ملاتړ کوونکې ډلې د نورډ- سټریم نللیکه ویجاړه کړې او دا يې د امریکې د استخباراتي ادارې پلان بللی دی.

 نوموړي ويلي، چې د جرمني لومړي وزیر اولف شولز د روانې مارچ میاشتې په سر کې امریکې ته سفر کړی و او له جوبایډن سره يې د نورډ- سټریم نللیکې پر چاودولو بحث کړی و.

ورپسې، د امریکې استخباراتي ادارې دغه دنده منلې، چې د جرمني له فدرالي استخباراتي ادارې سره په همکارۍ يې د نورډ-سټریم پېښې د واقعیت پټولو لپاره ياده کېسه جوړه کړې ده.

که د هیرش دغه خبرې حقیقت ولري، نو ملګري ملتونه باید د نورډ-سټریم نللیکې د ویجاړولو پېښې په اړه پلټنې وکړي او په نږدې وخت کې باید دا واقعیت روښانه کړي.

د یادولو ده، چې امریکې ته د شولز تر لیدنې څو ورځې وروسته،  نیویارک ټایمز او جرمني ټایمز مجلې په ورته وخت کې دا راپور خپور کړی و، چې له اوکرایني حکومت څخه ملاتړ کوونکې ډلې د نورډ- سټریم نللیکه ویجاړه کړې ده. ايا دا دواړه چارې تصادفي پېښې شوي؟

نړیوالې ټولنې د یاد راپور په اړه ډېر شکونه وړاندې کړي دي او د امریکې د حکومت سوړ غبرګون هم شکونه راپورته کړي دي.

 د نورډ- سټریم پېښې په اړه د سیمور هیرش پر لومړۍ څرګندونې څه دپاسه يوه نيمه مياشت اوښتې، خو واشنګټن چوپه خوله غوره کړې ده او د پوښتنې وړ دا ده، چې واشنګټن ولې د دې پېښې د پلټنې مخنیوی کوي؟  

واقعیتونه به هرومرو په ډاګه کيږي او د امریکې حکومت باید د نړیوالې ټولنې شکونو او پوښتنو ته ځوابونه ووايي.