د روسيې صدراعظم ميخايل ميشوستين د مارچ په ٢٣مې نېټې د حکومت په کلني کاري راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسيې اقتصاد پر ځای پاتې و او بیا يې خوځښت پېل کړی دی.
میشوستین تېر کال د روسیې لپاره سخت بللی او د اقتصادي اړیکو د بیا تنظیم ستونزمنه دوره یې کږلېچنه ياده کړې او په وينا يې، اوس د روسیې اقتصاد د ودې په لور رهي او خوځښت يې پېل کړی دی.
نوموړي ويلي، چې د روسیې پر وړاندې د بهرني فشار د کمي امکان نشته، د روسی اقتصاد لپاره د مناسبولو موده به په ۲۰۲۴ کال کې پای ته ورسیږي او هیواد به يې د اوږدمهاله تدریجي پراختیا په لور حرکت وکړي.
ميخايل ميشوستين زياته کړې، چې ځینې نړیوال سازمانونه خوشبين او وړاندوینه کوي، چې د روسیې اقتصاد به په ۲۰۲۳ کال کې مثبت تمایل وښيي.