وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار بوني سره تېليفوني خبرې وکړې
CMG2023/03/24 11:52:42
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر رئيس وانګ يي د مارچ په ۲۳ مې نېټې د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار بوني سره تېليفوني خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د دوه اړخيزو لوړ پوړو تبادلو د پرمختګ او د چين او فرانسې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریو پر پياوړتيا د نظريو تبادله کړې او ځينې هوکړې يې کړي دي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې له روسيې څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې په اړه مالومات ورکړي او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزو همکاريو د پراخولو په اړه يو لړ موافقې کړي، د څو اړخيزتوب او د ملګرو ملتونو باور ساتنې يې ټينګار کړی او دا يې هم ويلي، چې دواړه هېوادونه به د نړیوالو اړیکو د څو قطبي او ډيموکراتيک کولو بهير پرمخ بوزي.

چين د اوکراين مسئلې د سوله ييز حل او د خبرو اترو په وسيله د اوسني بحران د لېرې کولو دريځ ساتلی او هيله يې ښودلې، چې فرانسه او نور اروپايي هېوادونه هم په دغې برخې کې خپل رول ولوبوي.

نوموړي ويلي، چې په اوکراين کې اوربند، د جګړې ختمول، د سوله ييزو خبرو اترو بيا پيل او د کړکېچ سياسي هواري بايد د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکه اجماع وګرځي.

بوني د روسيې او اوکراين تر منځ د سوله ييزو خبرو اترو د هڅولو لپاره د چين د فعال رول ستاينه کړې او ويلي يې دي، فرانسه له ډله ييز تقابل ملاتړ نه کوي.

د نوموړي په وينا،  فرانسه او چين هيله لري، چې په سياسي لارې او د خبرو اترو په وسيله د اوکراين اوسنی کړکېچ پای ته ورسيږي او په وينا يې، فرانسه غواړي له چين سره ګډ کوښښونه وکړي، څو د اوکراين جګړه پای ته ورسيږي. (ژباړه: شکريه)