ولې واشنګټن د چین او روسیې د مشرانو پر کتنې اندېښنه لري؟
CMG2023/03/24 11:11:52
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې له روسیې څخه رسمي لیدنه وکړه. دغه سفر يې د نړیوالې ټولنې پراخې پاملرنې راجلب کړې. دواړو مشرانو په صمیمي او دوستانه فضا کې ملاقاتونه کړي او یو لړ ګډې نظریې يې تر لاسه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې واشنګټن د رئیس شي جين پينګ دغه سفر ته جدي پاملرنه کړې او څو ځلې يې اړوند څرګندونې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي د رئیس شي جين پينګ تر دغه سفر مخکې ویلي و، واشنګټن نه غواړي د چین او روسیې اړیکې لا نورې ټينګې شي، نه غواړي بېجینګ په مسکو کې د اوکراین کړکېچ په اړه د اوربند وړاندیز وکړي. نوموړي د شي جین پينګ او پوتین د کتنې په ترڅ کې څو ځلې له چین سره د تماس نیونې غوښتنې کړې دي. کله چې د چین او روسیې مشرانو د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د اوکراین کړکېچ پر سوله ییز حل ټينګار کړی، جان کربي بیا اعلان کړ چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند غوښتنه د منلو وړ نه ده.

له دې څخه ښکاري چې واشنګټن په دې اندېښمن دی چې چین به په بریالیتوب سره د روسیې او اوکراین شخړه همغږې او حل کړي.

ایران او سعودي عربستان څو ورځې مخکې په بېجینګ کې د یو تړون په لاسلیک سره د خپلمنځي ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پيل موافقه وکړه. نړیوالې ټولنې دغه کار د چین یو ډیپلوماتیک بریالیتوب بللی او لوړه ستاینه يې وکړه. چین نړۍ ته د سولې ځواک ښکاري، خو دا د امریکې د ناخوښۍ سبب دی. واشنګټن د چین په اړه ناسمې ستراتيژيکې پېژندنې غوره کړې، نو تل د چین مخنیوی يې کړی.

نو امریکې تر دغه کار وروسته نه یوازې په رسنیو کې پر چین بې ځایه تورونه لګولي، بلکې په نظامي برخه کې هم  پر چین دوامدار فشارونه اچولي.

امریکې، برېټانیې او استرالیا څو ورځې مخکې د ذروي اوبتلونو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. برسيره پر دې، امریکا به پر استرالیا ۲۲۰ BGM-109 ګرځندوي توغندي وپلوري، په فلیپين کې د امریکې تر کنټرول لاندې د پوځي اډو شمېر له ۴ څخه ۹ ته زیات شوی، جاپان د Okinawa-ken اوکینوا کن ولسوالۍ پهIshigaki-jima شیګاکي- جیما ټاپو کې نظامي اډې ته توغندي لطږلي، جاپان دلته د چین تایوان ته تر ټولو نږدې د توغندیو اردو بولي.

یاد ټول اقدامات د چین په موخه دي، امریکا غواړي د خپلو ملګرو پوځي توان په لوړولو سره د چین مخنیوی وکړي. خو د دغو کړنو له امله د سیمې وضعیت ترینګلی شوی، د سیمې سوله او ثبات يې ګواښي، نو له پراخې نیوکې او مخالفت سره مخ دي.

د استرالیا پخواني لومړي وزیرPaul John Keating پاول جان کیتینګ ویلي چې له امریکې او برېټانیې سره د ذروي اوبتلونو همکاریز تړون د استرالیا له سلو کلونو راهیسې تر ټولو ناسمه پرېکړه ده.

امریکې تل نظامي تدبیرونه غوره کړي، خو سوله او ارامتیا د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو سره سمون لري. چین په تېره میاشت کې د اوکراین ناورین د سیاسي حل په اړه د چین دریځ سند خپور کړ او پراخ ملاتړ يې تر لاسه کړ. مخ په زیاتېدو هېوادونه او شخصیتونه غوښتنه کوي چې د اوکراین ناورین باید په سوله ییز ډول حل شي. واشنګټن د سوله ییزې لارې چارې په اړه اندېښمن دی، جنګي ډګر ته يې پر له پسې وسلې برابرې کړې، ځکه چې هغه غواړي د اوکراین له جنګي ډګر څخه لا زیاتې ګټې تر لاسه کړي.