د مارچ ۲۳مه نېټه د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ له خوا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې د وړاندې کېدو له لسمې کليزې سره برابره ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لس کاله مخکې د هغو دوو مهمو مسئلو په اړه د ژور فکر له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونې وړاندېز کړې، چې موږ بايد کوم ډول نړۍ جوړه کړو او داسې نړۍ څنګه جوړېدای شي؟
وان ګون بين وويل، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مفکوره د تاريخ له پرمختګ سره سمون لري، د چيني او بهرنيو کلتورونو او ټولو انساانو ګډ ارزښت انعکاس کړی او د زمانې او بشر د پرمختګ د لارښوونکي بيرغ رول يې لوبولی دی. د انسانانو د ګډ برخليک ټولتې جوړونه له تېرو لسو کلونو راهيسې له مفکورې څخه د عملي کېدو مرحلې ته داخل شوې او په هره برخه کې يې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.