د چين پلاوي د ملګرو ملتونو د اوبو چارو په غونډې کې څلور فقره ييز وړانديز کړی
CMG2023/03/24 10:32:07
شريکول:

د اوبو چارو نړيواله غونډه د مارچ په ۲۲مې نېټې د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پيل شوه.

د چين د اوبو لګولو وزير لي ګوو اينګ، چې د اوبو لګولو د يوه پلاوي په مشرۍ نيويارک ته تللی، د دې غونډې په بحثونو کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکې پرمختيايي اجنډا د اوبو موخې د تر سره کولو لپاره د چين د عملونو او تجربو پر بنسټ څلور فقره ييز وړانديز کړی دی.

نوموړي په دغه وړانديز کې ويلي:

۱ـ نړيواله ټولنه دې د هر تن د څښاک اوبو بنسټيز حق تامين کړي.

۲ـ نړيواله ټولنه دې د اوبو محدودې او نه بدلېدونکې سرچېنې ښې مطالعه کړي.

۳ـ ټول هېوادونه دې د سيندونو د موجوديت بنسټيز حق ته درناوی ولري.

۴ـ مونږ ټول دې له نړيوال اقليمي بدلون او اړوندو ننګونو سره ګډه مبارزه وکړو.

 

(غاټول)