چين له لوېديځو هېوادونو غوښتي، چې په سوريې کې د بشري مرستو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي
CMG2023/03/24 10:49:43
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۳مې نېټې د امنيت شورا د سوريې د سياسي او بشري مسئلو يوې علنۍ غونډې ته ويلي، نړيواله ټولنه بايد له سوريې سره د بشري مرستو کارونو د ښه والي لپاره په دغو درېيو برخو کې پراته خنډونه لرې کړي.

نوموړي ويلي، چې د ملګرو ملتونو سکرتريت دې د بشري مرستو لپاره هلې ځلې زياتې کړي او امنيت شورا ته دې پر وخت د ستونزو په باب معلومات وړاندې کړي او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره دې مناسبه لايحه پيدا کړي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې د سوریې حلب هوايي ډګر مهم ملکي بنسټيز تاسيسات او د بشري مرستندويه توکو د ليږد کليدي مرکز دی، نو نړيواله ټولنه دې يې امنيت تامين کړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د اسرائيل پروني هوايي بريد ته پام کړی او هيله يې ښودلې، چې اسرائيلي ځواکونه دغه بريدونه ودروي او د سوريې ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته دې درناوی وکړي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، چې لوېديځ هېوادونه دې سمدلاسه له شرایطو پرته پر سوريې يو اړخیز بنديزونه لغوه او بشري ناورين دې پای ته ورسوي..

(غاټول)