چين د امريکا، بريتانيا او استراليا د اټومي اوبتل همکاريو سره ټينګ مخالفت کوي
CMG2023/03/24 11:50:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ٢٣مې نېټې   يوې خبري ناستې ته ويلي، چې امريکا، بريتانيا او استراليا د اټومي اوبتل همکارۍ چټکې پرمخ بيايي او د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي يې دې ته مجبوره کړې، چې ورڅخه ملاتړ وکړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د يادو همکاريو په اړه اندېښمن دی او کلک مخالفت ورسره کوي.

امريکا، بريتانيا او استراليا په دې وروستيو کې د اټومي اوبتل د همکاريو مشخص پلان خپور کړی او استراليا د دې هڅه کوي، چې د اټومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسۍ سره په دې اړه سلامشورې وکړي.

وانګ ون بين ويلي، چې له دې څخه د ذروي وسلو د نه خپرېدو په برخه کې د امريکا، بريتانيا او استراليا دوه ګوني معيار او رياکارانه بڼه ښکاري.

نوموړي ويلي، " د ایران د اټومي مسئلې هراړخیز تړون کې د دغه هېواد غني شوي یورانیمو سوچه والی تر ۳.۶۷ سلنې پورې محدود شوی او اندازه یې له ۳۰۰ کیلوګرامو څخه هم کمه ده،  مګر د يادو درېيو هېوادونو اټومي اوبتل په همکاريو کې، امريکا او بريتانيا د اټومي وسلې لرونکو هېوادونو په حيث استراليا ته په ټنو وسلو کې کارېدونکي يورانيم، چې سوچه والی يې تر ۹۰ سلنې هم لوړ دی، برابروي. نوموړي د دوی دغه کړنه خطرناکه بللې ده.

وانګ ون بين زياته کړې، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا ياده کړنه د دې ښکارندويي کوي، چې درې واړه هېوادونه د اټومي وسلو د نه خپرېدو اصل د جیو سیاسي وسیلې په توګه کاروي او په وينا يې، دغه هېوادونه د اټومي وسلو د پراختیا له لارې د متحدینو د پيدا کولو هڅې کوي او په ورته وخت کې نورې خواوې ځپي. (ژباړه: شکريه)