مشاهد حسين سید: چینایان د خپل نظام په اړه د وینا حق لري
CMG2023/03/24 15:08:03
شريکول:

 د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د "ډيموکراسۍ: د ټولو انسانانو لپاره ګډ ارزښت" نړيوال فورم د مارچ له ٢٢مې نېټې څخه تر ٢٣مې نېټې پورې تر سره شو.

 د پاکستان د پارلمان د ملي دفاع کمېټې مشر مشاهد حسین سيد د دغې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې چینایان د خپل نظام په اړه د وینا حق لري.

نوموړي ويلي، څېړنې ښيي چې چينايان د چين له سياسي نظام او حکومت څخه راضي دي.

 مشاهد له چين ميډيا ګروپ سره په مرکې کې ويلي، چې چيني شکله ډيموکراسي د لسګونو میليونو چینایانو د خوښۍ لامل شوې او ۸ سوه میليونه چینایان يې له شديدې بېوزلۍ څخه خلاص کړي دي. د نوموړي په اند، په نړۍ کې بېلا بېل تمدنونه، کلتورونه او ټولنې شتون لري، نو هر ځای يو رنګ ډيموکراسي نه شي پلې کېدای او هر هېواد او هره ټولنه باید د خپلو جغرافيايي شرايطو او تاريخ له مخې ډيموکراتيک لاره غوره کړي او د هر ډول ډيموکراسۍ موخه بايد د چيني شکله ډيموکراسۍ په څېر خلکو ته ګټې ورسوي.