بېجينګ: د تايوان مسئلې حل د چينايانو کار دی
CMG2023/03/24 10:42:52
شريکول:

د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په وروستيو کې ويلي، چې چين له ۲۰۲۷ کال مخکې پر تايوان د بريد توان لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۳مې نېټې د بلينکن يادې څرګندونې ته په غبرګون کې ويلي، چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده او د دې مسئلې حل په چيني ملت پسې اړونديږي او دوی به یې په اړه پرېکړه کوي.
 نوموړي ويلي، چې مونږ تر خپلې وسې پورې د هېواد د سوله ييز وحدت لپاره صادقانه هڅې کوو، خو دا ژمنه مو هېڅکله نه ده کړې، چې د ملي وحدت لپاره به له پوځي لارو چارو څخه لاس واخلو، بلکې مونږ به د چين په ملي وحدت کې د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنې او د لږ شمېر بېلتون غوښتونکو د مخنيوي لپاره هر ډول لازم تدبيرونه ونيسو.