شهباز شريف د چين او پاکستان اقتصادي دهليز وستایه
CMG2023/03/24 11:02:31
شريکول:

د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف د مارچ په ٢٢مې نېټې د سيند ايالت په ټار سیمې کې د سکرو د استخراج او برېښناکوټ ګډې پروژې ګټې اخيستنې مراسمو ته ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پروژې پايلې اوس په ښکاره کېدو دي.

نوموړي د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د جوړولو په برخه کې د بېجينګ د ټينګ هوډ او ملاتړ مننه کړې او ويلي يې دي، چې د دې پروژې لخوا توليدېونکې برېښنا به د پاكستان بېلا بېلو سيمو ته ولېږدول شي او د دغه هېواد اقتصاد ته به پرمختګ ورکړي.

 د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې يې د چين او پاکستان همکارۍ ستايلې دي.

نوموړي د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان د صنعتي کېدو لپاره ډېر مهم بللی دی.