د چين د صنايعو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مارچ په ۲۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د فبرورۍ تر پايه يې په هېواد کې د5Gبنسټيزو سټېشنونو شمېر ۲ مليونه او ۳۸۴ زرو ته رسيدلی، چې دغه شمېر د بېس سټېشنونو د عمومي شمېر په سلو کې ۲۱ اعشاريه ۹ برخه نيسي.
خبر وايي، چې په چين کې د5G شبکې ابادي سالمه او ثابته روانه ده.
په چين کې د فبرورۍ تر پايه د ګرځنده ټليفون د کاروونکو شمېر ۱.۶۹۵ ميليارډو ته رسيدلی، چې په دې جملې کې د 5G ګرځنده ټليفون د کاروونکو شمېر۵۹۲ مليونه ښودل شوی دی.
(غاټول)